په کندز کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو استنادي دېوال کار روان دي

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۵:۳۲
په کندز کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو استنادي دېوال کار روان دي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کاسا زر پروژې په مالي ملاتړ د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سړک ساتنې د یوه استنادي دېوال او په مسیر کې یې د شلو پولګوټو د جوړولو کارونه ۷۰ سلنه پر مخ تللي دي.

دغه دیوال د ۶۱ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په جګوالي جوړیږي. ددې ټولګټې پروژې په بهیر کې به د سیمې د ۳۳۴ کورنیو تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو ته ۲۸۱۵ کاري ورځې برابرې شي.

د یادونې وړ ده چې ددې پروژې په بشپړیدو سره به یاده سیمه د ښار له حلقوي سړک سره وصل شي او د سیمې د اوسیدونکود اقتصادي او ټولنیز ژوند لپاره ډېره ارزښتمنه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS