په کاپیسا کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په نواباد پایین کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار پیل شو.
دا پروژه به د ۲۰ مترو مکعبو اوبو په ظرفیت یوه هسکه زیرمه او د احاطې دیوال ولري او په بشپړتیا سره به یې ۱۹۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۳۰۰ نورې کورنۍ په نا مستقیم ډول د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی بیامومي.
