په کابل کې د ۱.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت یوه استنادي د ېوال کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ اړوند په ملک خېلو کې د ۱.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي او د ۲ مترو په لوړړالي د یوه استنادي د ېوال کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
ددې پروژې د کار په بهیر کې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۱۲۱۲ کاري ورځې رامنځته شوې او د ۵۸ کورنۍ یې له ګټې برخمنې او ۱۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې اوبڼونه یې د سیلاوونو له ګواښ څخه ژغورلي دي.
