په کابل کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام ۷ تولیدي ګروپونه او ۳۰ سپما ګروپونه د ۲۵۰ کلیوالو ښځینه او نارینهو په غړیتوب سره د پلازمینې کابل په استالف ولسوالۍ کې جوړ کړي دي.
همدا راز، پروګرام خپلو ګټه اخیستونکیو ته د مرستو د وېش په لړ کې هم د یادې ولسوالۍ د ۵ پرمختیایي شوراګانو په کچه مقطعي پانګه تزریق کړې ده.