په پکتیا کې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت مرکز اړوند په حیلم کلا سیمه کې د ۳.۹ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
نوموړې پروژه د اوبو یوه ژوره څاه، د احاطې دېوالونه ، ۱۱۰ نلکۍ، د ۲۰ متر مکعب په ظرفیت د اوبو ذخیره او ۲۰ د لمریزې بریښنا تختې لري. ددې شبکې د تطبیق پر مهال د ځایي سیمې لسګونه کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي.