په ننګرهار کې د 21 میلیونه افغانیو په ارزښت د 2.23 کیلو متره سړک کانکریټ کولو چارې بشپړې شوې

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۶
په ننګرهار کې د 21 میلیونه افغانیو په ارزښت د  2.23 کیلو متره سړک کانکریټ کولو  چارې بشپړې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د قلعه حسین سړک د کانکریټ کولو چارې بشپړې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي . دغه سړک 2.23 کیلو متره اوږدوالی او پنځه متره عرض لري د څه دپاسه ٢١ میلونه افغانیو په لګښت د خلکو لس سلنې ونډې په اخيستنې سره د قلعه حسین پرمختیایی شورا له لوري کانکریټ شوی چې سلګونه کورنیو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرولو سربیره یې په سیمه کې لسګونو کسانو ته د کار موندلو زمینه هم برابره کړې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS