په ننګرهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۰:۳۲
په ننګرهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند کشمير کلي کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۱۰ متره کرنيز کانال جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

ددې کانال په جوړېدو سره ۲۹۰ جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو لګونې له معياري سیستم برخمنه شوه او ۲۵۸ کورنۍ ترې ګټه اخلي. چې په ترڅ کې يې ځایي تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۳۶۰۰ کاري ورځې هم برابرې شوې.

د څارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري په بېلابېلو سکټورونو کې ۱۷۷ پروژې منظور شوي، چې په ترڅ کې يې ځايي تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۷۶۳۸۷۴ کاري ورځې رامنځته شوي، ۴۱ میلیونه او ۲۳۳ زره افغانۍ لګښت پرې راځي، او د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ورکول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS