په ننګرهار کې د ۲۸.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۸ کیلو متره سړک د کانکریټولو کار ۳۰ سلنه مخکې تللی
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د کلیوالي لارو د جوړلو ملي پروګرام NRAP له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ډاګ کلي سړک د کانکړیټ کولو چارې ۳۰ سلنه مخ ته تللې دي.
دغه سړک ۳.۸ کیلو متره اوږدوالی او پنځه متره عرض لري د ۲۸.۶ میلونه افغانیو په لګښت په کانکړیټي ډول جوړیږي چې د سړک د کانکړیټ کولو ترڅنګ د سړک نور ساختمانونه (پلچکونه، سړک غاړې دیوالونو، ویالې) هم په اساسي ډول جوړیږي.
یاد سرک د کامی ولسوالۍ لسګونه کلي یوله بل او دغه راز د کامې ولسوالۍ عمومي سړک سره وصلوي چې نږدې ۶۰۰۰ کسانو ته ترانسپورتي اسانتیاوې برابروي.
