په ننګرهار کې د ۲۴۲ متره محافظوي دیوال پروژه بشپړه شوه
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت کې د ده بالا ولسوالۍ په خرکني کلي کې د ۲۴۲ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال جوړ اوکار یې بشپړ شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۳۹۵۲ کاري ورځې رامنځته شوې چې د سیمې ۱۷۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې نه یواځې د سیمې د بزګرانو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه بلکې هلته ګڼ شمیر کورونه هم د سیلابونو له زیان څخه خوندي شول.
