په ننګرهارکې د ۷۱۵ کورنیو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۴:۳۹
په ننګرهارکې د ۷۱۵ کورنیو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په دولت‌آباد او د خوګیاڼیو ولسوالۍ په سنډاخېلو کليو کې د ۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شاوخوا ۷۱۵ کورنیو لپاره په کورونو کې د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسونې په دغو دوو پروژو کې، د دوو لمریزو شبکو جوړولو شامل و، چې په تطبیق سره یې د خلکو په کورونو کې د نلونو په مرسته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسونې یادې شوې پروژې د اړوندو کلیو د پرمختیايي شوراګانو پرمټ تطبیق شوې چې د جوړولو چارو یې د ځايي خلکو لپاره ۴۶۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS