په میدان وردګ کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۵:۱۸
ه میدان وردګ کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په موسی خیلو کلي کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د اوبو ٣٠٢ متره اوږد کانال او ٧ د اوبو ورخونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

ددې کانال په جوړیدو سره ١٢٥ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په ترڅ کې د سیمې ١١٣٠ تنو تخنیکي او ناتخنیکي کارکونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS