په میدان وردګو کې ۱۱.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۴:۶
په میدان وردګو کې  ۱۱.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په قول ناتي، قلعه سبز او د دایمیردادو ولسوالۍ په سوخته او جو قل سیمو کې د ۱۱.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست ریس انجنیر ریاض احمد خلیل له لوري د یادو سیمو له پراختیایي شوراګانو سره د ولایت د والي عبدالرحمن طارق په حضور کې لاسلیک کړل.

نوموړې پروژې د یو کال په موده کې رغول کیږي، چې په دې پروژو کې د ١٤٠٤ مترو په اوږدوالي سره د اوبو یو کانال د جلریز ولسوالۍ په قلعه سبز او قلعه کهنه سیمو کې جوړيږي، چې په راتلونکې کې به د سیمې شا او خوا ٥٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

همدا راز پاتې درې نورې پروژې بیا د اوبو رسولو شبکې دي، چې یوه د جلریز په قول ناتي او پاتې دوه یې د دایمیردادو ولسوالۍ په سوخته او جوقل سیمو کې جوړیږي، چې په راتلونکې کې به له دې درېیو شبکو شا او خوا ٣١٥ کورنۍ پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS