په میدان وردګو کې د اوبو لګولو پروژه بشپړه شوه

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۴:۲۴
په میدان وردګو کې د اوبو لګولو پروژه بشپړه شوه

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په سدوخیلو کلي کې د اوبو لګولو د سربند او وینګ وال د جوړولو کار بشپړ شو.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۶۴۳ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۳۲۱ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به د سیمې د بزګرانو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS