په میدان وردګو کې درې د اوبو زېرمې جوړیږي

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۴:۱۶
په میدان وردګو کې درې د اوبو زېرمې جوړیږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یز انسجام ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت په حصه اول بهسود او مرکز بهسود ولسوالیو کې کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو په موخه درې د اوبو زېرمې د څه باندې ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړیږي.

د یادو پروژو چارې روانه اونۍ د حصه اول بهسود په دشت اطمان او قف قُل او د مرکز بهسود ولسوالۍ په بهادر که سیمه کې پیل شوې دي، چې د سیمې لسګونه تنو تخنیکي او نا تخنیکي کارکوونکو ته د کار زمینې برابرولو تر څنګه به په راتلونکې کې د ٢٠٠ جریبه په شا او خوا کې کرنیزه ځمکه د اوبو رسولو تر منظم خړوب لاندې راولي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS