په لوګر ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار روان دی

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۲۳:۵۱
لوگر

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په قلي کلي کې د اوبو لګولو د کانال د پروژې کار ۷۰ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې په یاد کلي کې د ۷۴۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کاریز کانال او د کاریز ۱۲ څاه ګانې په پاخه ډول جوړیږي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۲۱۲ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي او ۱۸۹۰ ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS