په لغمان کې ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰ متره محافظوي دیوال د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار د معين کلا پراختيايي شورا لخوا د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲۰ متره محافظوي دیوال چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوېدي.
ددغه محافظوي دېوال په جوړېدو سره به ۳۴۰ جريبه کرنيزه ځمکه د موسمي سېلابونو له ګواښ نه خوندي شي.
د دغه د ېوال د جوړېدو په ترڅ کې به ځايي ماهرو او غير ماهرو کاریګرو ته ۱۳۴۵ کاري ورځې هم رامينځته شي.