په لغمان کې د ۵۹۰ متره استنادي دیوال د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په درغرد سیمه کې د ۵۹۰ متره ګبیوني استنادي دیوال د جوړیدو کار ۹۵ سلنه پر مخ تللی دی.
ددې دیوال په جوړیدو به د سیمې د خلکو ډیرې کرنیزې ځمکې د نیزونو له ګواښه خوندي شي.
