په فارياب کې د څه باندې ۱.۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د څښاک د اوبو د يوې شبکې کارروان دي

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۵:۳۴
فاریاب

د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د يوې شبکې د جوړولو کار د فارياب ولايت د اندخوي ولسوالۍ اړوند د ابو هريره تواچي کلي د پراختيايي شورا له خوا روان دي. د څښاک د پاکو اوبو دغه شبکه چې ۱۳۵۰ متره اوږدوالي، د ۲۳ مکعبه متره اوبو يوه زيرمه، ۸ نلکې او ۲ څاه ګانې لري د جوړولو کاريې تر ۸۵ سلنه پر مخ تللي دي. د يادونې وړ ده چې د دغې پروژې له بشپړيدو وروسته به ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ ومومي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS