په غور کې ۲۸۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د غور ولایت د فیروزکوه ولسوالۍ په تله کلي د ۳.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۸۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
دا پروژه د اوبو رسولو یوه کششي شبکه لري، چې ۸ کیلو متره اوږده ده او د پلي کیدا په ترڅ کې یې کارګرانو ته نږدې ۵ زره کاري ورځې رامنځته کړې دي.