په غور کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د دوو پروژو کار پیل شو
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د اوبورسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د غور ولایت د مرکز په چهار شریکه او د دولتیار ولسوالۍ په احمد اباد کلیو کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د دوو پروژو کار پیل شو.
په دې شبکو کې د ۱۰ او ۴۰ مترمکعبه اوبو د دوه زیرموجوړول، ۲ څاه ګانې، فشار ماتوونکي، د پمپ کوټې، د سولر لګول، د سولر خونو لپاره د محافظتي دیوال جوړول،نلکې او میټرونه راځي. چې د جوړیدو په ترڅ کې به یې ۴۷۹۴ کاري ورځې رامنځته شي.
باید ووایو چې دا شبکې به ۴۴۱ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
