په غور ولایت کې د ۱۴ میلیونو افغانیو په ارزښت دوو ټرانسپورټي پلونو د جوړولو د بنسټ ډبره کیښول شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۴:۵۳
Construction of two bridges worth 14 million AFN begun in Ghor province

په غور ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په ارزښت د دوو پلونو د پروژې د بنسټ ډبره د دغه پروګرام د رییس بریالي هلالي له لوري چې ځايي خلکو یې ملیتا کوله کیښودل شوه.

د دغو پروژو په ترڅ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوي د یاد ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالیو په بیخ سنګ او دهن چکه کلیو کې د ۲۰ مترو په اوږدوالي جلا جلا دوه پاخه پلونه جوړیږي.

د دغو پروژو پر مهال به ۴۹۳۸ کاري ورځې رامنځته شي او ځايي ۵۸۷۴ اوسیدونکي به ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. د دغو پروژو په بشپړیدو به بیلابیلو کلیو ته د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ په برخه کې چې پخوا له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ ول د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS