په عمل ملی-3 پروګرام کې د ګډون په موخه د ټولنې د بیلابیلو قشرونو د وړاندیزشویو موضوعاتو په اړه د پرانستې حکومتولۍ غونډه

mrrd-admin

د افغانستان د پرانستې حکومتولۍ د مشارکت د عمل ملی-3 پروګرام د تدوین پروسه به ډیر ژر پیل شي.

د پرانستې حکومتولي (OGP)د کړنلارې پر بنسټ، د غړیو هیوادونو د عمل ملي پروګرامونه د مدني بنسټونو په مشارکت سره تدوین اوترتیب کیږي. په پرانستې حکومتولۍ کې د مشارکت له پیله بیاتر اوسمهاله د افغانستان اسلامۍ جمهوریت د یاد مشارکت د کړنلارې پر بنسټ د ملي عمل دوه پروګرامونه تدوین کړي دي.

د عمل ملي لومړی پروګرام په بریالیتوب سره تطبیق شوی دی، او ملي عمل- 2 د مدني ټولنو او هیوادولو په پراخ ګډون سره د پلي کیدا په وروستیو پړاوونو کې دی. د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت ملي عمل -۲ پروګرام ۱۸ اوږدمهالې ژمنې لري، چې په تطبیق کیدو سره به یې د عامه خدمتونوپه وړاندې کولو روڼتیا او د حساب ورکونې اسانتیا رامنځته شي، او د ملي پالیسیو په تدوین کې به د عامه مشارکت سطحه لوړه کړي. د بیلګې په ډول د (ذینفع مالیکیت د ثبت او ارزونې مقرره) چې د روڼتیا، حساب ورکونې، او ځواب ورکونې د ارتقا په برخه کې تصویب شوې، یادولی شو. چې په باوري ډول سره ددې مقررې په تطبیق سره کولای شوچې د مالیاتي جرمونو لکه ( د مالیې فرار، د تورو پیسو سپینولو، د تروریزم د مالي ملاتړ او نشه اي توکو د قاچاق) مخنیوی وکړو.

دا چې د ملي عمل -۲ پروګرام د تطبیق مهال بشپړتیا ته نږدې دی، او ډیری ژمنې یې بشپړې شوي دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت په پام کې لري چې د پرانستې حکومتولۍ ملي عمل -۳ پروګرام پیل کړي. نو په دې موخه له ټولو وزارتونو، خپلواکو ادارو، له مدني ټولنو، رسنیو، ښوونیزو اوتحصیلي سکتورونو، خصوصي سکتورونو او هیوادوالو غواړي چې د (روڼتیا، حساب ورکونې، ښه والي، د عامه پالیسیوپه تدوین او تطبیق کې د هیوادوالو د مشارکت د سطحې لوړوالی او د نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخستنې) په اړه خپل وړاندیزونه په ملي عمل -۳ کې د ګډون په موخه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې تر ۱۵ مې نیټې په لاندې ایمیل ادرس را ولیږي.

info@ogpa.gov.afو Faisal.stanekzai2@gmail.com

باید ووایو چې د پرانستې حکومتولۍ سکرتریت یواځې د هیواد د ملي عمل د پروسې د تدوین د اسانتیا را منځته کوونکی دی، او د موضوعاتو په اړه ستاسو وړاندیزونه له توحید کیدو وروسته اړونده مراجعو ته په ځانګړې توګه د افغانستان د پرانستې حکومتولۍ د مشارکت د مجتمع عمومي ټولنې ته وړاندې کیږي.

د لا ډیرو معلوماتو لپاره د پرانستې حکومتولۍ د مشارکت ویبسایټ ته مراجعه وکړۍ.

. https://ogpa.gov.af

 

تازه خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۸:۴۳
Background image

په عمل ملی-3 پروګرام کې د ګډون په موخه د ټولنې د بیلابیلو قشرونو د وړاندیزشویو موضوعاتو په اړه د پرانستې حکومتولۍ غونډه

د افغانستان د پرانستې حکومتولۍ د مشارکت د عمل ملی-3 پروګرام د تدوین پروسه به ډیر ژر پیل شي.

د پرانستې حکومتولي (OGP)د کړنلارې پر بنسټ، د غړیو هیوادونو د عمل ملي پروګرامونه د مدني . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د انجينرۍ او کرنې په برخه کې د جاپان هيواد د ماسټرۍ پروګرام لپاره ازموينه واخيستل شوه

د جاپان د د نړيوالې همکارۍ سازمان (جايکا) د 2020 کال د ماسټرۍ پروګرام لپاره د انجينرۍ او کرنې په برخه کې ازموينه د کليو پراختيا انسټيټوټ کې واخيستل شوه. په دې ازموينه کې د کليو د بيا . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۱:۲۴
Background image

د ولایتونو د انجنیری خدمتونو کارکوونکي بست د نوماندانو لست

د ولایتونو د انجنیری خدمتونو کارکوونکي بست د نوماندانو لست

Back to announcements