په سمنګان کې د سپما ګروپونه جوړ شول

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۹:۳۳
تشکیل ۹۲ گروپ پس‌انداز در ولایت سمنگان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري د سمنګان ولایت د ایبک او حضرت سلطان ولسوالیو اړوند شا‌‌‌وخوا ۱۲ پرمختیایې شوراګانو کې ۹۲ سپما ګروپونه، چې ۱۰۹۴ تنه پکې غړیتوب لري، جوړ کړي دي.

سربېره پر دې د پروګرام له ‌لوري د نویو جوړ شویو سپما ګروپونو ته په یادو ولسوالیو کې د پروګرام د موخو او د پیسو سپمولو د ګټو په اړه روزنې ورکړل شوې دي.

د قرطاسیې بشپړ بنډلونه او د پیسو د سپما په موخه د بکسونو وېش هم له هغو وروستیو فعالیتونو څخه دي، چې د سیمه ییزه کارکوونکو له‌ لوري په سمنګان ولایت کې ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS