په سمنګان کې د اوبه خور د ۱۵۸۳۰ متره کانال کار ۳۰ سلنه مخکې تللی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۴:۵۸
جریان کار اعمار ۱۵.۸۳ کیلومتر کانال آبیاری در سمنگان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام تر څار لاندې د AKF له خوا د KFW په مالي لګښت د سمنګان ولایت په مرکز کې د اوبه خور ۱۵۸۳۰ متره کانال په پاخه او بنسټیز ډول جوړیږي چې کار یې ۳۰ سلنه مخکې تللی دی.

د دې پروژې په بشپړتیا سره به ۱۵ کلي د اوبه خور د سیستم تر پوښښ لاندې راشي، ۱۳۶ کسانو ته به دوامداره کار پیدا شي او ۱۳۱۹۵ سیمه ییز وګړي به یې له ګټو برخمن شي.

د یادونې وړ ده چې د دې کانال په جوړولو سره به ۶۹۴۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او کروندو ته پر لاره به د اوبو د ضایع کیدو مخه هم ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS