په سمنګانو کې د سپما بکسونو ویش تر سره شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند دریو پرمختیایې شوراګانو کې ۳۳ جوړو شویو سپما ګروپونو ته د پیسو د سپمولو په موخه بکسونه ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې په یاد ولایت کې د بکسونو د وېش ترڅنګ؛ د یکه توت په سیمه کې د پروګرام له خوا د جوړ شویو سپماګروپونو له فعالیتونو څخه لیدنه هم تر سره شوه.