په سرپل کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري دسرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ پهزیر چغت کلي کې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو د یوې شبکې کار ۹۵ سلنه پر مخ تللی دی.
دا شبکه ۷ کیلو متره اوږدوالی، یوه څاه، یوه ۵۰ متر مکعبه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۳ سولر هندارې، ۵.۵ کیلو واټه پمپ او ۲۲ نلکې لري، چې په جوړیدو به یې ۴۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
