په سرپل کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د سرپل ولایت مرکز تخته کپروک و خانقاه کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی دی.
دا شبکه ۲۵۰۵ متره اوږدوالی، ۲۰ متر مکعبه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۲۰ سولري ښیښې او ۱۸۲ نلکې لري چې په جوړیدو سره به یې لسګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.