په سرپل کې د اوبو رسولو او چاپیریالیزې حفظ الصحې د دوو پروژو کار روان دی

mrrd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۰:۸
جریان کار تطبیق دو پروژه‌ی آبرسانی و حفظ‌الصحه محیطی در سرپل

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت په مرکز کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو او چاپیریالیزې حفظ الصحې د دوو پروژو کار روان دی.

د ۱۰۰ متره ژورې څاه کیندل او د ۱۰ متره مکعبه په کچه یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه ددې پروژې برخې دې چې د سرپل ولایت په مرکز کې د نجونو د جوزجانان لیسې ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د څښاک اوبه چمتو کوي، همدا راز د ۴۰۰ کورنیو زده کونکو ته ۶ روغتیايي مبرزونه جوړیږي.

په پام کې ده چې دا پروژه په ۶ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS