په زابل کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ګبیوني دیوال کار بشپړشو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ اړوند د داود زو په کلي کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ګبیوني دیوال کاربشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دې دیوال ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه اوبڼونه د سيلاوونو له ګواښ خوندي کړل. دغه دیوال ۱۱۰متره اوږدوالی لري او د پروژې د کار په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۴۸۸ کاري ورځې برابرې شوې.