په زابل کې د ۱۲۶ متره محافظتي دیوال کار روان دی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۵:۱۴
په زابل کې د ۱۲۶ متره محافظتي دیوال کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزرت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت د مرکز قلات په مانده کلي کې د ۱۲۶ متره محافظتي دیوال کار په دریو برخو کې روان دی چې ۳۰ سلنه پر مخ تللی دی.

د دې دیوا په ترڅ کې ۹۴۵ کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۵۵ کورنۍ له ګټو برخمنې شي.

یاده دې وي چې دا دیوال ۱۷ جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښه ژغوري.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS