په زابل کې د یوه محافظوي دیوال په جوړیدو سره ۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه د سیلاوونو له ګواښ نه ژغورل کیږي
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت د ترنک او جلدک ولسوالۍ اړوند د بریم پراختیایي شورا لخوا د یوه محافظوي دیوال په جوړیدو سره شاوخوا ۲۵جریبه کرنیزه ځمکه اوبڼونه د سیلاوونو له ګواښ نه ژغورل کیږي.
دغه محافظوي دیوال ۲۲۰ متره اوږدوالی لري چې د پروژې د کار په بهیر کې به فني اوغیر فني کاریګرو ته ۱۳۹۲ کاري ورځې رامنځته شي.
