په روزګان کې د ۱.۸ کیلو متره سړک د کریړولو چارې بشپړې شوې
د کلیودبیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام دساتنې، څارنې او رغونې دبرنامې(MCCG)له لوري د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د نږدې ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ۱.۸ کیلو متره سړک د کریړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې په ترڅ کې ۱۰۲۲ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې چې په بشپړتیا سره یې د سیمې د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې تر ډیره هوارې شوې یاده دې وي چې له یاد سړکه ۷۲ کورنۍ ګټه اخلي.