په روزګان کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۹۸ متره ګبیون ډوله محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د حجره ګرم اب شورا ګبیون ډوله محافظوي دیوال د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي چې ۱۹۸ متره اوږد او ۲ متره لوړ دی د دې دیوال د جوړولو کار ۳۰ سلنه مخکې تللی.
ددې پروژې په ترڅ کې تخنیکي اونا تخنیکي کارګرانو ته ۲۵۱۱ کاري ورځې رامنځته شوي او په بشپړیدوسره به ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له زیان څخه خوندي کړي.