په روزګان کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۲۰ متره کرنیز کانال بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د MCCG برنامې له خوا د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په سیف الله وانوی کلي کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۲۰ متره کرنیز کانال بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې کانال د جوړیدو په ترڅ کې ۲۲۱۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۱۶۳ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې.
باید ووایو چې د دې کانال په جوړولو سره ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منځ پوښښ لاندې راغله.
