په روزګان کې د څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت اوبو رسولو د یوې شبکی چارې بشپړې شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۳:۴۳
په روزګان کې د څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت اوبو رسولو د یوې شبکی چارې بشپړې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیموکې د اوبو رسولو اوحفظ ‌الصحې د پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په صاحب زاده خیلو کلي کې د یونیسیف ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې شوې پروژې په بشپړېدو سره د شاوخوا ۲۴۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې هسکې زیرمې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د محافظت لپاره خونه اوفلش تشناب ، ۱۸ لمریزی ښیښی یا سولرونه، ۸۵ د اوبو میتر لرونکې نلکې، د هر کور په داخل کی د ۳،۶۷۰ متره اوږدې شبکې جوړول او ځینو نورو اړینو پرزو نصبول شامل دي.

د اوبو رسولو ددغې پروژې چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۴۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS