په روزګان کې د څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت اوبو رسولو د یوې شبکی چارې بشپړې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیموکې د اوبو رسولو اوحفظ الصحې د پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په صاحب زاده خیلو کلي کې د یونیسیف ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې شوې پروژې په بشپړېدو سره د شاوخوا ۲۴۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې هسکې زیرمې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د محافظت لپاره خونه اوفلش تشناب ، ۱۸ لمریزی ښیښی یا سولرونه، ۸۵ د اوبو میتر لرونکې نلکې، د هر کور په داخل کی د ۳،۶۷۰ متره اوږدې شبکې جوړول او ځینو نورو اړینو پرزو نصبول شامل دي.
د اوبو رسولو ددغې پروژې چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۴۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.
