په دره ننګرهار کې د يوه استنادي ديوال د جوړيدو هوکړه ليک لاسليک شو

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۹
ننگرهار

د ننګرهار ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رييس او د دره نور ولسوالۍ د کشمنډ کلا د شورا ترمنځ د څه باندې ۳.۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه استنادي ديوال د جوړيدو هوکړه ليک لاسليک شو.
د ننګرهار کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجينر امان الله مياخيل وويل دغه استنادي ديوال ۱۷۲متره اوږددوالي لري چي د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزې همغږۍ پروګرام له بوديجي څخه د څه باندې ۳.۸ ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي . نوموړي زياته کړه ددې ديوال په جوړيدو سره به په ياده سيمه کې په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه د سيلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.
ددې ديوال په جوړيدو کې د خلکو لس سلنه ونډه هم شامله ده او په نږدې راتلونکي به يي عملي چارې هم پيل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS