په خوست کې ۲۴۰ زده کوونکو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۴:۲۰
په خوست کې ۲۴۰ زده کوونکو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء برنامې په چوکاټ کې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په لمنځ کوڼ ملنګانو کلي کې د ۲۴۰ تنه زده کوونکو لپاره د ښوونځي ودانۍ جوړه او په واک کې یې ورکړل شوه. د ښوونځي دغه وداني د یاد کلي د پراختیايي شورا لخوا جوړه شوه چې ۸ درسي او ۲ اداري خونې او د څښاک اوبو یوه څاه لري. د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره۳۰۵۰ کاري ورځې هم برابرې شوې.

د يادونې وړ ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې ۲۱ ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږې، چې د یو شمېر هغو کارونه بشپړ شوي او په نورو یې کار روان دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS