په خوست کې د ۳۰۰ متره یو کرنیز کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اسماعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ډډوال په کلي د ۱.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۰۰ متره یو کرنیز کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. نوموړی کانال ۱۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۱۲۷ کورنۍ ترینه ګټه اخلي. ددې پروژې د جوړیدو په بهیر کې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۱۶۹۱ کاري ورځې رامنځته شوېدي .