په خوست کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړشو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت د مرکز اړوند په نورزيو زوړ کلي کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۷۶ مترو په اوږدوالي د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا کانال د ځايي خلکو ۴۰۰ جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبوي. او د تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره يې ۱۵۲۰ کاري ورځې رامنځته کړې وې.
