په خوست کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام لهخوا نوي سپما ګروپونه جوړ شول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د خپلو فعالیتونو په لړکې دا ځل د خوست ولایت مرکز اړوند؛ شمل، لکڼ، مندوزي اسماعیل خېل ولسوالیو او مرکز متون په ۳۰ پرمختیایې شوراګانو کې نوي ۴۳۳ سپما ګروپونه د ۵۱۰۵ کلیوالو په غړیتوب سره جوړ کړي، چې ۸۰٪ سلنه یې مېرمنې تشکیلوي.
د یادونې وړ ده، چې د پروګرام د سیمه ییزو کارکوونکیو لهخوا یو شمیر سپما ګروپونو ته په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو، د ګروپ د رهبرۍ او د پیسو د سپمولو په لارو چارو کې هم روزنې ورکړل شوې دي.
