په خوست کې د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د رغولو د پروژې کار روان دی

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
په خوست کې د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د رغولو د پروژې کار روان دی

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په خوست ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو د پروژې کار ۸۵ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د صبریو او یعقوبيو ولسوالۍ په بهرام کلي کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۶۰۰ مترو په اوږدوالي کروندو ته د کاریز د اوبو رسوونکی کانال او سپرغو د رغولو او جوړولو کار روان دی.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۶۵۵ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې ۷۷۰ ځايي اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او یو شمیر باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS