په خوست کې د محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی
په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال د جوړولو کار ۹۸ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د تڼیو ولسوالي په داخې نوي کلي کې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي محافظوي پوخ دیوال د جوړیدو په حال کې دی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به ۱۲۰۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۱۲۸ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته د ځايي اوسیدونکو ۹۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه او د سیمې ګڼ شمیر کورونه د موسمي سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړلی شي.