په خوست ولایت کې سپما ګروپونو د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د مقطعي پانګې په توګه شپږ میلونه افغانۍ ورکړل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د مقطعي مرستو د ویش په لړ کې دا ځل دخوست ولایت مرکز ۱۷ کلیو کې نږدې پنځه ملیونه افغانۍ او د مندوزي اسماعیل خیل ولسوالۍ په ۹ کلیو کې یو میلون افغانۍ د مختلفو قسطونو په توګه ووېشلې.
د یادو کلیو اوسیدونکي د داسې مرستو په وېش خوښي څرګنده کړه، او نږدې ۸۰٪ کلیوال په دې لټه کې دي، چې پخپلو کلیو کې د دې مرستو پر مټ کوچني او منځني کاروبارونه پیل کړي.