په جوزجان کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸۵ متره محافظوي دیوال د جوړیدو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د جوزجان ولایت د مرکز اړوند مرغاب کلي کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸۵ متره محافظوي دیوال د جوړیدو کار پیل شو.
دا پروژه به په څلورو میاشتو کې بشپړه شي او تر بشپړتیا وروسته به ۱۵۰۰ کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.
یاده دې وي چې ددې دیوال په جوړیدو سره به د دریای سفید سیند د هغو ګواښونو مخه ونیول شي چې هر کال د شبرغان ښار خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.