په تیره اونۍ کې د هیواد په ۴ ولایتونو کې د ۴ ښوونځیو د جوړیدو چارې بشپړې شوې

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۸:۳۷
Schools

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا برنامې تر سیوري لاندې له لوري د هیواد د بادغیس ولایت په مقر، د کندهار ولایت په پنجوایي، د هرات ولایت په کشک رباط سنګي او د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالیو کې د ۴ ښوونځیو د جوړیدو چارې بشپړې و ګټې اخستنې ته وړاندې شول.
دا ښوونځي ۸ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري او د ۱۱۸۰ زده کوونکو لپاره یې د زده کړو وړ چاپیریال رامنځته کړی دی.
له دې سره سره د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د جوړیدو چارې ۹۶ سلنه پر مختللي دي چې د جوړیدو پر مهال یې ۲۴۰۰ کاري ورځې رامنځته شوي دي او په بشپړیدو به یې ۱۵۰ زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS