په تخار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د بریښنا دوه سولرې شبکې جوړې شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د نمک اب ولسوالۍ په توغدانه او تاشبلاق کلیو کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د بریښنا دوه سولرې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دا شبکې ۹۸ سولرې تختې او ۲۵۰ امپیره ۶۰ بطرۍ چې ۱۷.۲ کیلو واټه بریښنا تولیدوي، لري او د جوړولو په ترڅ کې یې ۹۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.
یاده دې وي چې په دې شبکو سره ۱۴۳ کورنیو لمریزې بریښنا ته لاسرسی وموند.
