په تخار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶۰ متره محافظتي دیوال کار بشپړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۰:۵۱
تکمیل کار ساخت ۱۶۰ متر دیوار محافظتی به ارزش ۲ میلیون افغانی در تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په جنګل ګزای کلي کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶۰ متره محافظتي دیوال کار بشپړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې پروژې په ترڅ کې ۱۳۴۸ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۱۴۲۲ تنه سیمه ییز وګړي له ګټو برخمن شول.

یاده دې وي چې ددې دیوال په جوړیدو سره سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه د اوسیدو کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS