په تخار کې د ۱۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۸
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۱۰۰ خانواده در تخار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې پروګرام د تخار ولایت د چال ولسوالۍ په نوآباد یکه‌توت کلي کې د۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارله چې ورسره د شاوخوا ۱۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه په نلونو کې برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې چینې، د سولرونو لپاره د یوې احاطې او ذخیرې جوړول؛ د څه باندې ۲،۶۰۰ مترې اوږدې شبکې غځول؛ د ۳۴ سولرونو، ۴۰ نلکو او داسې نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره کابو ۱۷۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS