په تخار کې د لمریزې برېښنا یوه شبکه جوړه شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوری د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ اړوند په بزغور کلي کې د ۲.۴ میلیونه افغانیوپه ارزښت د لمریزې برېښنا د یوې شبکې د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا پروژه د برېښنا ۳۸ ستنې لري چې په یوه استیشن کې تنظیم شوي، او د ۵.۶۵ کیلو واټه برېښنا په تولید سره یې ۴۸ کورونه روښانه کړل. د دې پروژې د جوړیدو په بهیرکې ځايې تخنیکي اونا تخنیکي کارکوونکو لپاره ۳۴۸ کاري ورځې برابرې شوې.